یو شمېر امریکايي نظامي چارواکو خبر ورکړی، چې تر راتلونکې اوونۍ به یو ځل بیا امریکا ته له افغانستانه د ایستل شویو کسانو د لېږل بهیر پیل کړي.
د زرګونو کسانو د انتقال دغه بهیر له تېرو درې اونیو را هیسې له اروپا او منځني ختیځ څخه د شري واکسین د تطبیق په موخه درېدلی و.
دا مهال له زرو زیات افغانان په قطر کې د ا مریکا پوځي اډه کې میشت دي او زرګونه نور په جرمني کې دي، چې د نوې پروسې پيل سره به امریکا ته ولېږدول شي.
امریکا او ملګرو هېوادونو یې د اګست له شپاړلسمې نیټې تر دې دمه څه باندې یوسل او شل زره کسان له افغانستانه ایستلي دي.