دوی له اسلامي امارت غواړي، فارغ مسلکي کسان دې د خپلې دندې مطابق د خپلو ځواکونو په لیکو کې استخدام کړي او د پاتې کسانو د زده کړو بهیر دې بشپړ کړي.
کابل کې د پولیسو اکاډمۍ محصل قیس منګل وايي: «د ۵۰۰ محصلینو د فراغت مراسمو ته درې ورځې پاتې وې، چې نظام سقوط شو او موږ بې برخلیک پاتې شو.»
یو بل محصل نامدار هوتک بیا وايي: «پر موږ د بیت المال لګښت شوی او باید خپل هېواد ته خدمت وکړو. که موږ ته پاملرنه نه کېږي، دا به زموږ او هېواد په حق کې جفاء وي.»
دغه محصلین وایي، ټول عمر یې په زده کړو کې تیر شوی او جګړې ته نه دي تللي او ژمن دي چې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
دوی زیاتوي، امارت دې د دوی او د نورو مسلکي کادرونو برخلیک مالوم کړي او د حکومت په پیاوړتیا کې دې ترې کار واخلي.