د پکتیا ولایت ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د مرکز ګردیز او زرمت سړک جوړیدو چارې چې له څو میاشتو راهیسې ځنډیدلې وې، بیرته پیل شوې دي.
د یاد ریاست مشر عبدالمتین حماس وايي، د دغه سړک د جوړیدو لپاره بودیجه موجوده ده او اسلامي امارت پریکړه کړې، چې په پاخه او اساسي ډول دې ورغول شي.
حماس زیاتوي:« دا مهال یې د جغل اچونې چارې روانې دي، قیر ته یې برابروو ، بودیجه موجوده ده او پریکړه دا ده، چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.»
په تیرو ۲۰ کلونو کې دا څلورم ځل دی، چې د ګردیز ــ زرمت سړک جوړیدو چارې پیل کېږي،چې لا نه دي بشپړې شوي.
اخوا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي وایي،د سړک خرابوالي له کبله ستونزه سره مخ دي او اسلامي امارت دې اجازه نه ورکوي، چې دا ځل بیا هم د بېلابېلو لاملونو له مخې یې چارې وځنډیږي.