هټيوال او کاریګر وايي، که بې دندې شوي کسان خپلو دندو ته ونه غوښتل شي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه شي، خلکو ستونزې به لا زیاتې شي.
یو تن هټیوال وايي:« زموږ کارو بار له اسلامي امارت وړاندې ډېر ښه و، خو اوس مو کاروبار ډېر اغېزمن شوی او کار مو خراب شوی دی. هېله ده مو دا ده،چې وضعيت ښه شي او کاروبارونه د پخوا په شان شي.»
کابل ښار کې يوازې هټيوال نه دي،چې د بازار له خرابوالي شکایت کوي، بلکې دا لسګونه کسان هغه بې روزګاره دي، چې هره ورځ د کار په لټه د کابل ښار بېلا بېلو څلور لارو ته راوځي،تر څو د يوې ورځې کار له پاره يې کوم څوک بوځي ،خو ډېری یې بې نوا کورونو ته ستنېږي.
یو تن کاريګر وايي:« که زه درته ووایم،چې سهار راغلی يم، تر اوسه دا دی ولاړ يم، نه کار شته او نه راسره پيسې، ستونزې ډېرې دي او هېواد کې بې کاري ورځ تر بلې په زياتېدو ده.»
یو بل کاریګر بیا داسې وايي:« زه له لوګر ولایت راغلی یم. ۲۵ شپې مې کېږي، ما په دې شپو کې یوازې درې ورځې کار کړی او بس.»
د هټيوالو د ستونزو او بې روزګاره خلکو ته د کار پېدا کېدو په اړه مو د اسلامي امارت د مطبوعاتو له يو غړي بلال کريمي وپوښتل، هغه په دې اړه داسې وویل:« په دې اړه خو ډېرې هېلې شته دی، چې پر ټپه ولاړې پروژې ژر پيل شي، لکه ټاپي او داسې نورې. دولتي مامورين به هم نږدې وخت کې خپلو دندو ته وغوښتل شي او نورمال حالت به وي، که خير وي راشي.»