د امریکا سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې استازو د افغانستان د وروستي تحول په تړاو د هغه هېواد دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان ور غوښتي وو.
دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، که دوه نیم زره امریکايي سرتیري افغانستان کې پاتې وای، ښايي حکومت نه وای سقوط شوی او په خبره یې په ناڅاپي ډول د افغان پوځ پاشل کېدو حیران کړی دی.
اسټن زیاتوي:«رښتیا دا دي،هغه افغان پوځ،چې موږ او زموږ متحدینو جوړ کړ، په ځینو مواردو کې ان له یوه ډز کولو پرته وپاشل شول او موږ ټول یې حیران پرېښودو.»
خو لویډ اسټن په عین حال کې هڅه کړې،چې تر یو بریده افغان لوری هم ملامته کړي دي. اسټن ویلي،د افغان مشرانو ترمنځ د فساد اوج او د سرتېرو ترمنځ د یوې منظمې او ژمنې ادارې نه موجودیت د حکومت د پاشل کیدو لامل و.
د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي بیا خبرداری ورکړی دی،چې ښايي له یو تر درېیو کلونو یو ځل بیا له افغانستانه پر دوی برید وشي.
میلي زیاته کړې:« موږ باید امریکا او د امریکا خلک له هغو بریدونو څخه خوندي وساتو، چې له افغانستانه پیښیدونکي دي. دا چې القاعده او داعش ډله به له افغانستانه پر امریکا برید وکړي یو واقعي امکان دی. دوی کولی شي، په راتلونکي یو تر درېیو کلونو کې امریکا ته ګواښ پېښ کړي.»
دفاع وزیر لویډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې د استازو د پوښتنو په ځواب کې تقریبا ورته ځوابونه ورکړي.
امریکايي نظامیانو د سناتورانو تر غوږونو دا هم ور تیره کړې،چې له افغانستانه د ځواکونو اېستلو پریکړې او پایلو یې په توله نړۍ کې د امریکا باور زیانمن کړی دی.
تر دې دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سنا جرګې له سختو نیوکو سره مخ شو او ځینو یې ان د استعفاء غوښتنه وکړه.
خو د امریکایي نظامیانو تازه څرګندونو ته د سپینې مانۍ غبرګون بیا د ولسمشر جوبایدن د پریکړې پر ملاتړ دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي، ولسمشر جوبایډن ته د نظامي مشاورینو له خوا ویشل شوي نظریات ورکول کېدل.