په کابل کې د شرکتونو ټولنې مسوولین وايي، د مخکیني حکومت په سقوط او د نوي نظام په راتګ سره یې پروژې او کار له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او پر ملي پراختیا ادارې یې درې ملیارده افغانۍ پاتې دي، چې باید ور یې کړي.
دوی وايي، په څه باندې زر پروژو یې کار کړی دی، خو په خبره یې پيسې یې تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوي.
دوی وایي، امریکا یا ناټو ته یې کار نه دی کړی، بلکې خپل هېواد ته یې بنسټیز کارونه کړي او باید برخلیک یې مالوم شي.
د قراردادي شرکتونو ټولنې غړی نجیب الله هوتک وايي: «د شرکتونو مالي ستونزې باید ژر تر ژره حل شي،ځکه کوم کارونه چې شرکتونه کوي، د مالي امکاناتو پرته یې ستونزې نه حل کېږي او د خلکو مشکل هم نه شي حل کولی.»
د قراردادي شرکتونو ټولنې یو بل غړی توریالی مومند وايي: «ځنې پروژې دي چې د بېلګې په ډول لس سلنه یا شل سلنه کار یې پاتې دی. موږ ته دې اجازه راکړل شي، چې هغه پاتې کارونه هم بشپړ کړو، خو دلته څوک نه شته،چې موږ ته اجازه راکړي، ځکه دا مسوولیت څوک پر غاړه نه اخلي.»
یاد شرکتونه وایي، د ۱۰۸۰ پروژو په پلې کولو کې ورسره زرګونه خلکو کار کړی دی، چې اوس بې دندې شوي او له سختو اقتصادي ستونزو ځورېږي.
دغه شرکتونه وایي، که حق یې ورنه کړل شي زرګونه کاریګر به یې په اعتراضونو لاس پورې کړي.