د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د شااوخوا یوې نیمې میاشتې په تېرېدو لاهم ځنو ادارو ته مامورین نه دي ورګرځېدلي او چارې ولاړې دي.
په ورته وخت کې دوی وايي، روان وضعیت په بازار او د خلکو په ورځینو چارو منفي اغېزې کړي دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «صرف موضوع د کار ده، يو حکومت چې شل کاله فعالیت وکړ، هم وپاشل شو، دا د يو کار مرحله ده، چې نړيوالې پيسې راشي، ځکه دولت خو په پيسو چليږي.»