دوی وايي،د دغه ډول ګومارنو دوام کولای شي،چې په کور دننه او بهر د مشروعیت اخېستلو لپاره لار اواره کړي او مثبت تمام شي .
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« که د کابینې جوړښت کار په همدې توګه روان وي او سکتوري وزارتونو کې مسلکي کسان ګومارل کېږي،پایلې به یې ښې وي او د چارو د لا ښه سمبالښت لپاره به ورته ښه ستراتیژي جوړه شي،چې ېیله بښونکې به وي.»
په ارګ کې د وزیرانو د چارو دسمبالښت ریاست وايي، اسلامي امارت پتیلې،چې ټولې ملي چارې به له ټولو اړخونو سره په پوره همکارۍ او همغږۍ پرمخ بیايي .
د رییس الوزا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي:« له یو بل سره په ګډ ژوند د یو بل په همغږۍ سره به خپلې ټولې چارې که ټولنیزې دي او که ملي دي، ټولې به د یو بل په همکارۍ پرمخ وړو.»
اسلامي امارت وايي،په همدې موخه چې چارې په سمه توګه سمبال شي،د سوداګرۍ وزارت لپاره یې داسې څوک سرپرست ټاکلي،چې عملآ په سوداګرۍ کې ښکیل دی او اوس ورته له بل هر وخت د کار کولو ښه زمینه برابره ده.
دبهرنیو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي:« د سوداګرۍ مسولیت بېرته سوداګرو ته ورکړل شوی دی او د سوداګرو له منځه مو د سوداګرۍ وزیر ټاکلی دی او اوس ستاسو مسولیت دی،چې په څه ډول دغه چارې پرمخ بیايئ،څنګه کولای شئ، چې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړئ او د هېوادوالو خدمت کوئ زمینه درته برابره ده .»
د اسلامي امارت د امیرالمؤمینین فرمان له مخې،چې په سرپرسته کابینه کې د پاتو پوسټونو ګومارنې په موخه یې ورکړی و، د سوداګرۍ وزارت لپاره یې نورالدین عزیزي او دعامې روغتیا وزارت لپاره یې داکټر قلندر عباد د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي دي او د دغو وزارتونو مرستیالان هم په اړوندو چارو کې مسلکي کسان ورمعرفي شوي،چې دغه اقدام د خلکو هېلې زیاتې کړي دي.