که څه هم شنونکي دغه اقدام له اقتصادي پلوه زیات با ارزښته نه بولي، خو وایي، یو مثبت ګام دی، چې امریکا او نړیوال علاقه لري، له اسلامي امارت سره همکاریو ته دوام ورکوي.
هډه وال وايي: «دا مرستې د نړیوالو مالي اداراتو او مرستندویه هېوادونو او سازمانونو له خوا کېږي، نو اسلامي امارت دې پر داسې میکانیزم کار وکړي چې څنګه کېدای شي نړیوالې ټولنې، نړیوالو مالي ادارو او سازمانونو سره له نږدې کار وکړي. د هغوی په ژبه پوه شي او تفاهم ته ورسېږي.»
شنونکي وایي، ښه به دا وي چې د افغانستان بانک یو لیکلی میکانیزم ورولیږي، تر څو یو فکر ایجاد او فرصت ضایع نه شي.
اخوا سوداګر هم دې اقدام ته خوشبینه دي چې پر ټپه ولاړې سوداګریزې چارې به یې بېرته پيل شي، د اقتصادي ناورین مخنيوی به وشي او په ګډه به کار کولو ته زمینه برابره شي.
د درملیزو خدمتونو د ټولنې مشر اسدالله کاکړ وايي: «د افغانستان د درملو سیستم به جوړ شي، اقتصادي سرکل به جوړ شي، پیسې به دوراني شي او پر ټپه ولاړې چارې به بېرته پیل شي.»
ویل کېږي، دا جوازونه دوه ډوله دي، یو هغه چې غیر دولتي مؤسسو او ملګرو ملتونو ته اجازه ورکوي چې له اسلامي امارت سره مالي راکړه ورکړه ولري او دویم جواز دا دی چې افغانستان ته د خوړو، درملو او طبي توکو صادرولو اړوند ځینې مالي تعاملاتو ته لاره هواروي.