Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي:هرات  کې یو شمېر کارخونو د خپل فعالیت کچه راکمه کړې

admin by admin
2021/09/23

د هرات صنعتي پارک،چې د هېواد پر کچه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو د تولید او کارموندنې لوی مرکز بلل کېږي،د حکومت په بدلیدو سره يې فعالیتونه رالویدلي دي.

د یاد ولایت  صنعت او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم وايي، د وروستي تحول له امله یوشمیر کارخونو  د خپل فعالیت کچه راکمه کړې، تولیدات کم شوي او ګڼ شمیر کسان بېکاره شوي دي.

خادم زیاته کړه:« د هرات صنعتي پارک له دې امله،چې بازار لویدلی یوشمیر کارخونو خپل ۲۴  ساعته فعالیتونه کم کړي دي.»

خادم وايي، وروستي اوښتون پرټولو برخو خپل منفي اغیز پرېښی او له حکومته غواړي، چې د وضعیت عادي کېدو لپاره یولړ ګامونه واخلي.

هغه وايي، پر خامو موادو د پخوا پرتله مالیه لوړه شوې،چې دغې چارې هم د صنعت کارانو کاروبار له ستونزو سره مخ کړی.

خادم زیاتوي:«د کارخونو د خامو موادو تعرفي دي ټیټي شي،ترڅو کوم شکایتونه چې صنعت کاران لري،هغه لیري شي.»

د هیواد د نورو ولایتونو په څیر هرات کې هم بانکي چوپړونه په سمه توګه نه دي پيل شوي او خلک په اسانۍ سره خپلو پيسو ته لاسرسۍ نه لري.

د هارت ولایت اوسېدونکی محمد شعیب وايي:« موږ د هغو پیسو،چې د خپل ورځني ژوند لپاره ورته  اړتیا لرو،یوه اندازه لږ پيسې مو غوښتلې،چې له بانکه يې واخلو. خو ومو نشو کړی،چې ترلاسه يې کړو.»

که څه هم، بهرته د لویدیځي حوزې د صادراتو  کچه کې زیاتوالی راغلی،خو د افغانستان شتمنې کنګل کېدو سوداګر د پيسو لیږد په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي. 

د هرات سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس قاضي زاده وايي:« هېله لرو،چې د صادراتي توکو د پيسو د راوړلو لپاره د بانکي سیستم له لارې یو لړ ګامونه واخېستل شي او هیله ده،چې د هېواد د صادراتو بازار هرڅه ژر سم او پرمختګ وکړي.»

د دې ترڅنګ دولتي کارکوونکو له تېرو دوو میاشتو راهیسي خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړې،چې دې چارې هم په بازار کې د راکړې ورکړي پر وضعیت اغیز کړی دی. 

ځايي چارواکي وايې،هڅه کوي،چې صنعت کارانو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې اړین ګامونه واخلي.

د هرات  والي مرستیال مولوي شیراحمد مهاجر وايي:« د صنعت او صنعتي پارک لپاره برنامې لرو او تر لاس لاندې مو دي او کار ورباندې روان دی. هغه توکي،چې هېواد کې تولېد کېږي، د هغوی پر خامو موادو د ماليې لوړوالي لامل هم د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.»

د هرات سوداګر هیله لري،چې اسلامي امارت د هغوی د ستونزو د هواري او اقتصاد پرپښو دریدو لپاره اړین ګامونه واخلي.

د هرات په صنعتي پارک کې دا مهال ۱۷۰ کارخونې فعاله دي،خو د تولېد او فعالیت کچه يې د پخوا پرتله څو برابره کمه شوې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist