په ختیځ ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو شااوخوا ۱۳ کارخونې د خامو موادو د نه شتون له امله تر سقوط رسېدلي دي.
د یادو کارخونو مسوولین وايي، وړاندې به ورته له ټول هېواد خام مواد،کباړ او نور څه راوړل کېدل،خو په خبره یې اوس یې کار پر ټپه ولاړ دی.
دوی زیاتوي،چې د اسلامي امارت په راتلو سره له دې وېرې چې خام مواد نورو هېوادونو ته لاړ نه شي په دوی هم بند دي، چې لوی تاوان یې ورته اړولی دی.
د کلیوال سټيل کارخونې مسول عبدالنور وایي، اوس چې په کور دننه د خپلو کارخونو تولید شته،د خامو موادو نه پېدا کېدل او پرې بندیز هغه څه دي،چې کارخونې به یې له امله وتړل شي.
عبدالنور وایي، هره ورځ پرې د موټرو کرایه راځي،چې بار ولاړ دي او کاریګر یې هم ورنه د ورځې مزد غواړي،چې دوی یې نور له تابه نه شي وتلی.
عبدالنور زیاتوي:« له کومې ستونزې سره،چې موږ مخ یو، شااوخوا نورې کارخونې هم له ورته ستونزې سره مخ دي. ننګرهار کې فعالیت کوو. له همدې امله په پل چرخي کې زموږ ګاډي ولاړ دي، د مزدورانو پیسې پر موږ راروانې دي کارونه پر ټپه ولاړ دي.موږ له زیات ستونزو سره مخ یو. لومړی غږ موږ پورته کړی دی. همدې صنعتکارانو دا دې ثمرخیلو کې بند کړي دا دې تورخم کې بند کړي نو مهرباني دې وکړي،زموږ دا ستونزه دې مشران واوري او د حل لاره دې ورته وګوري.»
د فابریکو مسولین وایي د هېواد په داخل کې په خامو موادو بندیز قانوني نه دی، اسلامي امارت دې په سرحدونو کې یاد مواد بند کړي.
ننګرهار کې د اوسپنې ویلې کولو یوې کارخونې مسول وايي:« په ننګرهار کې ۱۳ کارخونې موجودې دي، نو موږ له مشرانو هېله کوو،چې ننګرهار ته دغه خام مواد چې کوم دي دا د یو ولایت نه بل ولایت قانوني حق دی زموږ په داخل کې ، دا دی دغو کارخونو ته راشي. دغه به د دوی ډېره مهرباني وي، ځکه چې موږ خلکو ته کار پیدا کړی دی،یو خو به مطلب خلک ناهیلي نه شي،ځکه که دا خلک بې روزګاره شي نو تقریباً له زرو ډېر کسان له موږ سره کار کوي.»
د ننګرهار کې د یوې اوسپنې ویلې کولو مسوول وايي: « زموږ تر ټولو لویه ستونزه دخامو موادو ده،چې ننګرهار ته پُل څرخي کې لاره بنده شوې ده، د خامو موادو موټرې دا لس پنځلس ورځې کیږي ولاړې دي او اجازه نه ورکول کېږي. که چیرې دا خام مواد ننګرهار ته پرې نه ښوول شي،نېږدې ده چې راتلونکې اوونکې کې ټولې کارخونې د خامو موادو له امله بندې شي.»
د اوسپنې ویلې کولو او سیخ جوړولو فابریکې کې کار له اور سره لوبي دي خو رحمان الله او شبیر خوښ دي،چې په خپل وطن کې کار کوي او د نورو هېوادونو له احسانه خلاص دي.
د کارخونې یو تن کارکوونکی رحمان الله وايي:« موږ دې باندې ډېر ویاړ کوو،مخکې د بېلګې په ډول د نورو هېوادونو نه سخ راتلو او په قیمته بیه باندې به لویده،خو اوس چې خپلې کارخونې جوړې دي، او خپل افغانان په کې کار کوي،نو باید خپلو افغانانو لپاره ډېره پاملرنه وکړي، خدمت یې وکړي او توجه ورته وکړي.»
شبیر د کارخونکې یو بل کارکوونکی دی، هغه وايي:« نوي حکومت ته په کار ده،چې کارخونې ډېرې کړي. د کار زمینه بربره کړي، یعنې کارونه ډېر کړي، هغه که د کارخونو له لارې وي او یا نورې پروژې وي چې زمونږ افغانان پر کار بوخت شي.»
د کارخونو مسوولین وايي، په کور دننه که د اوسپنې ویلې کولو کارخونو ته خام مواد پېدا شي او نورو هېوادونو ته ولاړ نه شي،لرې نو د خپل لاس په تولید به مو ټولې اړتیاوې پوره شي.