په کابل ښار کې یو شمېر کاروباریان، بې دندې شوي ځوانان او عام ښاریان وايي، بې روزګارۍ یې ژوند سخت کړی او که کار ورته پيدا نه شي وږي پاتې کیږي.
په دوی کې هغه کورنۍ اوس له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې د کورنۍ غړي یې تیر حکومت کې په دنده وو او اوس بې کاره شوي دي.
دوی وايي، وړاندې يې په کافي اندازه مزدوري کوله، خو په خبره یې له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې یې کاروبار درېدلی، اقتصاد یې کمزوری شوی او راتلونکې ته اندېښمن دي.
اخوا یو شمېر نور ښاریان بيا وايي، هغه کورنۍ اوس وخت له زياتو اقتصادي ستونزو کړيږي چې د کورنۍ غړي يې په تیر حکومت کې د پولیسو او پوځ ليکو کې وو او اوس بې روزګاره شوي دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «د پخوانيو سربازارنو او پوليسو دې يو څه غم وخوړل شي. د دوی برخلیک څه کېږي؟ راتلوونکی يې څه کيږي؟ ولې د دوی په بې روزګارۍ هم يو ناورين رامنځ ته کیږي. که دوی بې کاره پاتې شي، راتلوونکې کې له ستونزو سره مخ شي، مخکې چې چا معاشات لرل اوس په کور ناست دي.»
دوی له اسلامي امارته غواړي چې بې روزګاره شویو ځوانانو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي او فلج شوې کارخونې دې فعاله کړي، چې د خلکو پر اقتصاد مستقیم اغیز لري.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «زراعت دې فعاله کړي، کارخونې دې فعاله کړي، چې بې کاره خلک په روزګار شي. ګټه به یې دولت ته ورځي او د دولت ګټه به بېرته خلکو ته انتقاليږي.»
د جمهوري نظام ړنګېدو سره د معلوماتو له مخې، شااوخوا دوه میلیونه افغانان بې روزګاره شوي، د همدې بې روزګارۍ ترڅنګ په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو نرخونه لوړ شوي او په بانکونو کې د خلکو شتمنۍ بندې دي پاتې دي، چې دې ټولو مواردو د افغانو ژوند ننګولی او راتلونکې ته په اندېښنه کې دي.