Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هېواد کې د بې روزګارۍ زیاتېدل؛یو شمېر کسانو ځان وژنې کړي

admin by admin
2021/09/22

په افغانستان کې د وروستي تحول د خلکو ژوند، اقتصاد او روزګار سربېره د ډېری افغانانو روان هم اغېزمن کړی،چې ان یو شمېر کسان یې ځان‌ وژنې ته اړ کړي دي.

وروستۍ پېښه د پوځ د یوه پخواني سرتیري ده،چې د بېکارۍ، فقر او ژور خفګان له امله یې ځان وژنه کړې.

شاکرالله ته نږدې کسان وايي،هغه نږدې شل کاله د پوځ لیکو کې دنده ترسره کړه، د اسلامي امارت حاکمیت سره بې دندې شو، ژوند یې له کړاوه ډک و او له فقر کړېده،چې بالاخره یې ځان وژنه وکړه.

همدې پېښې سره هم مهاله پکتيا ولايت کې هم د ځان وژنې دوه پيښې ثبت شوي،چې یادو کسانو هم له بې روزګارۍ او غربت له امله ځان وژنه کړې ده. 

ارواپوهان وايي،د توقع خلاف ځينې تحولات او پيښې چې د ټولنې افکار ورته چمتووالی نه‌ لري،ډيری وخت د افرادو د ځان وژنې لامل کېږي.

ارواپوه وصي ابهام وايي:«غچ اخېستل دي،احتېاط دی، روانې ستونزې دي او له توقع خلاف پېښې دي. بله خبره په کې د ناڅاپي پېښو ده،چې اوس وخت کې موږ تاسې د وروستيو تحولاتو شاهدان يو او د همدغه لاملونو له امله  ځينې پېښې چې په رسنيو کې يې رپوټونه نشر شول، وشوې.»

د ننګرهار پوهنتون استاد  پوهنيار نصيب الله ذکي وايي:« پخواني عوامل، پخوانۍ ځینې ستونزې، هم د دې لامل کېږي،چې فرد په ځان وژنې لاس پورې کړي. د هغې له جملې يو څه چې روانشناسانو ثابته کړې،هغه ناهيلي ده،چې د ځان وژنې لامل کېږي. زياتره وخت په افرادو کې ناهيلي د دې شيانو لامل کېږي.»

ارواپوهان او د پوهنتون استادان د ژور خفګان، اندېښنو او اقتصادي ستونزو پر وخت د ځينو حل لارو خبره کوي.

ارواپوه وصي ابهام وايي:« کله چې له يو چا سره د ناهيلۍ فکر پيدا کېږي، يانې دغه احساس لږ وي بيا ورو ورو ډېرېږي، هغه بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي او که اړتیا شوه، بايد درمل هم وخوري. موږ که زیاتې کورنۍ وګورو، ډېری يې ګڼ نفوس لري، نو ښه دا ده،چې د اقتصادي ستونزو يا نورو ستونزو په اړه بايد له دوی سره مشوره وشي.»

د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنيار نصيب الله ذکي وايي:« نو ويلای شو،چې کورنيو ته بايد په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي. چون دغه ستونزه په ځوانانو کې ډېره زياته ده. دې برخه کې بایډ دوی ته عامه پوهاوی ورکړل شي. همدا رنګه د دوی د عقيدتي مسايلو په اړه بايد دوی ته سالمه اګاهي ورکړل شي.»

پرافغانستان د اسلامي امارت حاکمیت او د جمهوري نظام ړنګېدو سره شااوخوا دوه میلیونه کسان بې روزګاره شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې،دا مهال د افغانستان د ۳۳ میلیونه وګړو له ډلې ۱۸ میلیونه افغانان له جدي فقر او لوږې سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist