Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: ټول هغه نړیوال اصول چې د یوه نظام رسمیت پیژندو لپاره اړین دي، عملي کړي مو دي

admin by admin
2021/09/21

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،  د افغانستان د بیا پر رسمیت پېژندلو لپاره یې له ډیپلوماتیکو چینلونو کار پیل کړی او هڅه کوي، چې نړیوالو ته په دې تړاو قناعت ورکړي.

مجاهد زیاتوي:«د افغانستان رسمیت پېژندو مسله تر جدي کار لاندې ده او اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې هڅه کوي، چې د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې وساتي او هغوي ته قناعت ورکړي، چې د افغانستان اسلامي امارت یو نظام دی، خلک پرې راضي دي او ټول هغه نړیوال اصول چې د یوه نظام د رسمیت پیژندلو لپاره مهم دي،عملي شوي دي او نړیوالو هم دا مسولیت لري، چې له افغانانو سره همکاري وکړي او هغه ستونزې او اندیښنې، چې دوي لري له ډیپلوماتیکو لارو دې له موږ سره شریک کړي چې ورته رسېدنه وشي.»

مجاهد وايي، نړیوال دې خپلې ستونزې او اندیښنې له ډیپلوماتیکو چینلونو له دوی سره شریکې کړي، چې رسېدنه ورته وکړي.

اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، اوسنی افغانستان باید له نړیوالو سره نږدې اړیکې پیدا کړي، ترڅو د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپيژني او له دې پرته به افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکي وايي: « افغانستان په اوسنیو شرایطو کې باید له نړیوال سره تعامل وکړي او نړیوالو سره له اړیکې پرته ژوند ستونزمن دی، له نړۍ سره له راشه درشه پرته بله هېڅ چاره نه شته او که داسې ونه شي، د افغانانو ژوند به لاپسې سخت او ډېرو اقتصادي مشکلاتو سره به مخ شي.»

د افغانستان وروستی نړیوال باور په ډېرې سختۍ ترلاسه شوی و او د دې مشروعیت ساتلو او دوام لپاره د اسلامي امارت له مشرانو تمې کېږي، چې ټول هغه نړیوال اصول ومني، چې نړیوال یې د هېوادونو او دولتونو د رسمیت پژندلو لپاره شرطونه بولي.

پخواني ډیپلوماتان وايي، طالبان باید په دې برخه کې یوازې د څو هېوادونو له لوري د رسمیت پر پیژندلو اتکا ونه کړي .

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي:« سره له دې چې اوسنی افغانستان پر نړیوالو مرستو ولاړ دی او نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو یې زیات وخت واخیست او د دې مشروعیت د دوام لپاره د هغو نړیوالو اصولو منل پکار دي، چې پر نړیواله کچه یو هېواد ته ضرورت دی او طالبان باید دغه اړتیا درک کړي او یوازې په دې بسنه ونه کړي، چې ګمان کېږي چین ، روسیه، پاکستان، ایران او قطر به یې په رسمیت وپیژني.»

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي، له اوږدو ناخوالو او جګړو وروسته اوسني افغانستان ته په کار ده، چې داسې بهرنی سیاست او تګلاره غوره کړي، چې د نړۍ او سیمې هېوادونو ترمنځ انډول په کې ساتل شوی وي.

جلالي وايي:« افغانستان له اوږدو ناخوالو او جګړو او دبهرني اشغال سره له مقاومت وروسته داسې یوبهرنی سیاست ته اړتیا لري، چې په ټولو محورونو کې یې توازن په پام کې نیول شوی وي.»

د همدې په رسمیت نه پېژندلو مسلې افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي، د افغان ولس څه باندې نهه ملیارده ډالرو پانګه د امریکا له لوري په نړیوالو بانکونو کې کنګل شوې، چې دلته یې پر بانکدارۍ اغیز کړی او خلک یې له لوږې سره مخ کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist