د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د دوشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۹ مه» د یاد وزارت کارکوونکو ته رسما معرفي شو او خپله دنده یې پيل کړه.
د منصور پېژندنې په ناسته کې د چارو ادارې چارسمبالي احمد جان احمدي وویل،د سرپرستې کابینې معرفي شوي غړي د اسلامي امارت د مشرانو له خواه ټاکل شوي او په راتګ سره به یې ټولې ادارې فعاله او ستونزې به حل شي.
احمدي زیاتوي:« یو شمېر وزارتونو ته چارسمبالي وزیران ټاکل شوي دي،ځنې ادارې لاهم پاتې دي او په ډېر نږدې وخت کې به نورې ګومارنې هم وشي. د دولت کابینې ټولې برخې به مسوولین ولري او په عادي ډول به کارونه مخته ځي.»
احمدي د طالبانو تر منځ خپل منځي اختطلافات په کلکه رد کړل او دا یې د بهرنیو کسانو یو دسیسه وبلله.