د افغانستان اسلامي امارت مسوولین وايي، د کابل نړیوال هوايي ډګر تخنیکي چارې په چټکۍ سره روانې دي او ښايي د همدې اوونۍ تر پایه ترې نړیوالې الوتنې ترسره شي.
د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي،ځیني الوتني ځانګړي ترسره کېږي او په خبره یې د هوايي ډګر چارې په بشپړېدو دي.
کریمي زیاتوي: «د هوايي ډګر چارې په بشپړیدو دي او نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي، یوازي ځانګړي الوتني ترسره کېږي.»
اخوا اقتصاد پوهان بیا له کابل هوايي ډګره د نړیوالو الوتنو په پيل ټینګار کوي او زیاتوي چې ډېری افغانان بې سرنوشته پاتې دي.
اقتصاد پوه میرویس حاجي زاده وايي: «ډېری افغانان نړیوالو الوتنو ته په تمه دي، ځکه ډېری افغانان په تمه دي، ترڅو بهر هېوادونو ته ولاړ شي او خپل کاروبار بېرته پیل کړي.»
له هوايي ډګره د نړیوالو الوتنو پيل ته تمې دي چې ځینو هېوادونو ته به د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري هم پيل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي: «افغانان له نړیوالو سره تجارتي اړیکي لري، ترڅو خپل د تجارت لپاره زمینه برابره کړي او نړیوال وهڅول شي، چي افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي.»
د کابل هوايي ډګر د بیا ترمیم چارې په چټکۍ روانې دي او تر اوسه پورې کابل ته له بهر نه ترسره شوې الوتنې د بشري مرستو رسولو برخه کې شوي دي.
مسوولین وايي، ښايي د همدې اوونۍ تر پایه د هوايي ډګر د ترمیم او تخنیک چارې بشپړې شي او الوتنې ترې پيل شي.