Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ننګرهار په  ګڼو ولسوالیو کې یو  ځل بیا راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو پیل شوې 

admin by admin
2021/09/20

د اسلامي امارت له راتلوشااوخوا یو میاشته تېرېږي،چې ورسره سم  د ختیځ ننګرهار ولایت په ګڼو ولسوالیو کې راکړه ورکړه یو ځل بیا پر پاکستانۍ کلدارو پیل شوې ده. 

د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالي،له ښار سره په څو کلیومترۍ کې موقعیت لري، د یادې ولسوالۍ  خلک وایي، توکي له ګاونډي هېواد پاکستان په کلدارو رانیسي  او اړ دي، دلته یې په کلدارو ورکړي، که نه دومره تاوان کوي،چې له وسه یې پورته دی.

د بټي کوټ ولسوالۍ کې یو تن رخت پلورونکی وايي:«موږ دلته ځکه پر کلدارو راکړه ورکړه کوو،چې په بازار کې له کلدارې استفاده کېږي. همدا لامل دی، چې دلته کلداره ډېره کارول کېږي. زه خپلې هټۍ رخت هم له ګاونډي هېواد پاکستانه پر کلدارو   راوړم او خپلو پېرېدونکو یې پر کلدارو پلورم. که چېرې پر افغانیو راکړه ورکړه وشي، دولت او هم موږ هټیوالو ته ګټه ده.»

یو شمېر نور بیا وايي،  ولسوالۍ سرحدي دي او تر ډېره په کې دوی په کلدارو راکړه ورکړه کوي.

صرافان وايي،  دلته د کلدارو چلښت ځکه عام شوی،چې تر ډېره خلک له ګاونډي هېواد سره راشه درشه لري او توکي هلته په کلدارو رانیسي.

یو تن صراف وايي:« دلته پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه تر ډېره  ځکه کېږي،چې دا سرحدي ولایت دی.له پاکستانه سره ګډه کرښه لري. سوداګر توکي پر کلدارو راوړي او پر کلدارو یې پلوري. »

اسد چې په بټي کوټ کې د درملو عمده پلورنځی لري وایي، تر ډېره درمل له پېښوره پر کلدارو راوړي او دلته یې ځکه په افغانیو نه شي ورکولای،چې بازار د کلدارو دی او دوی هم اړ دي،چې په کلدارو یې وپلوري

یو تن درمل  پلورونکی وايي:« دلته پر کلدارو راکړه ورکړه، ځکه زیاته ده،چې خلک توکي پر کلدارو اخلي او بېرته یې پر کلدارو پلوري. همدا لامل دی،چې دلته کلداره ډېره کارول کېږي.»

له هغې وروسته،چې پاکستان وویل له افغانستان سره به سوداګري په کلدارو کوي،خلکو سره ګڼې اندېښنې پېدا شوي،چې دا به د افغانیو ارزښت کم کړي او د اقتصاد په برخه کې به هېواد ته لوی تاوان واړوي.

له دې وړاندې د جمهوریت پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د کلدارو مخنیوي لپاره پراخې هڅې وکړې،چې بریالی هم شو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي
اقتصاد

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist