د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فېصل بن فرهان السعود د شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۷ مه» په درې ورځني سفر د هند پلازمینې نوي ډيلي ته رسېدلی او هلته يې د افغانستان په تړاو له هندي سيال سره خبرې کړي.
السعود که څه هم دا ډاډ ښودلی چې طالبان به خپله خاوره کې نړیوالو ترهګریزو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي، خو د القاعدې شبکې، داعش ډلې او نورو ترهګرو ډلو په بیا راپورته کېدو يې اندېښنه څرګنده کړې ده.
السعود زیاتوي: «نړيواله ترهګري يوه اندېښنه ده، طالبانو اوس ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به ترهګر ګټه نه اخلي.»
په ورته وخت کې السعود وايي، د طالبانو له نوي حکومت سره اړيکه نلري او د دوی د رسميت پېژندو لپاره هرڅه څاري.
السعود زیاتوي: «د طالبانو له نوي رژيم سره کومه اړيکه نه لرو او د رسمي پېژندلو لپاره يې انتظار کوو، رژيم او کړنې یې څارو.»
شهزاده فيصل بن فرهان افغانستان کې د دايمې سولې غوښتنه هم وکړه.
هغه زیاتوي: «موږ افغانستان کې د سولې او ثبات ډاډ غواړو او په دې سفر کې مې د هند له بهرنيو چارو وزير سره په همدې تړاو بحث او توافق کړی دی.»
د سعودي عربستان ترڅنګ ډېرو نورو هېوادونو هم د طالبانو د نوي حکومت د رسميت پېژندلو لپاره د دوی عمل شرط ياد کړی او ځينو بيا له مخکې د اسلامي امارت له رسميت پېژندلو انکار کړی دی.