Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د نړۍ له خوا د نوي حکومت په رسمیت نه پيژندو خلک اندېښمن کړي

admin by admin
2021/09/19

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د نړۍ او سیمې هیوادونو له لوري د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت نه پیژندلو په کور دننه او بهر افغانان اندیښمن کړي دي. 

دوی وايي،د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو او کنوانسیون پر بنسټ نړۍ مکلفه ده،چې د افغانستان په شمول په هر هغه هېواد کې چې نوی حکومت رامنځ ته کېږي،په رسمیت یې وپيژني او دیپلوماتیکې اړیکې ورسره وساتي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« په نړۍ او یاهم په افغانستان کې چې هرډول نظام رامنځ ته شي،نوره نړۍ هرو مرو د دیپلوماتیکو اصولو او کنوانسیون پر بنسټ باندې چې په هغې کې ديپلوماتیکې اړیکې تعریف شوې دي اړه ده، چې هغه په رسمیت وپیژني او ورسره اړیکې ونیسي.نو دا په هغه وخت کې کیدای شي،چې هغه هېواد د خپل بهرنیو چارو وزارت له لارې د یوې خبرپاڼې له لارې خپل دریځ او پالیسي نړۍ ته اعلان کړي.»

د نورو هېوادونو په پرتله ډېر ټینګار پر امریکا دی،چې طالبانو سره د دوحې هوکړه بشپړه عملي کړي،د افغانانو غوښتنو ته درناوی وکړي او موجوده حکومت په رسمیت وپيژني.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« په دې وروستیوکې د نړۍ او طالبانو ترمنځ همکاري او خبرې شوي،ترڅو د طالبانو د رسمي کیدو په برخه کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې شوې هوکړې د تطبیق په تکمیلیدو سره د طالبانو درسمي کېدو په برخه کې نړۍ مرسته وکړي. په دې برخه کې باید نړۍ چټک ګامونه پورته کړي،ترڅو د افغانستان د نوي دولت د رسمیت پیژندنې او له افغانانو سره د مرستې او ګډو کارونو ژمنې عملي کړي.»

له اسلامي امارته غوښتنه دا ده،چې اوس باید د خپل حکومت بهرنۍ پالیسۍ او دریځ د بهرنیو چارو وزارت له لارې،چې د افغانستان دیپلوماتیکه دستګاه ده، له نړیوالو سره شریک کړي او هغه تعهدات،چې دوحه کې د اتلس میاشتو مذاکراتو پرمهال شوي،عملي یې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:« د افغانستان اوسنی حکومت باید ژرتر ژره د بهرنیو چارو وزارت له لارې خپله پالیسي اعلان کړي، ترڅو په دې برخه کې نړیوال هم خپلې ملاحظې وړاندې کړي او د دیپلوماتیکو چینلونو له لارې شته ستونزې هوارې شي.»

پر افغانستان د طالبانو اسلامي امارت له واکمنیدو،چې څه باندې یوه میاشت کېږي،نړۍ له دغه هېواد سره خپلې دیپلومایتکې اړیکې پرې کړي او په کابل کې یې خپل شته سفارتونه تړلي دي.

اوس د افغان ولس غوښتنه دا ده،چې د افغانستان نوی حکومت او نړۍ باید خپلې دیپلوماتیکې اړیکې له سره ورغوي،ترڅو افغانان هم د نړۍ نورو ملتونو په څیر له نړیوالو سره مشترکات او ګډې اړیکې ولري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
نړۍ

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist