اسلامي امارت د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۶ مه» په کابل کې د ښځو چارو وزارت لوحه لیرې او پر ځای یې د امربالمعرف نهې عن المنکر وزارت لوحه ځوړنده کړه.
یاد وزارت پوره شل کاله وړاندې په بن کنفرانس کې رامنځته او دوه لسیزې یې د افغان ښځو لپاره فعالیت وکړ، خو د طالبانو سرپرسته کابینه کې یې نوم حذف شوی او پرځای یې د امربالمعرفو نهې عنالمنکر وزارت رامنځته شوی دی.
اخوا بیا دې چارې د مدني ټولنې او ښځینه فعالانو غبرګونونه راپارولي او زیاتوي، د ښځو چارو وزارت له منځه وړل د هېواد د نیمایي نفوس له منځه وړل دي.
د ښځو حقونو فعاله سحر ساحل وايي: «اسلامي امارت د ښځو وزارت په حذف کولو سره چې د ښځو مشخص ادرس وه، د هېواد د ټولو ښځو حذف کولو په مانا ده. زما له نظره د قشر په له منځه وړلو سره حکومتولي هېڅ مانا نه لري. لومړی دا چې حکومت به یي دوام پیدا نه کړي. دویم دا چې اوسنۍ مبارزې ښځې د ۲۰ کالو وړاندې ښځې نه دي، دوی بلدې دي،چې څه ډول له خپلو حقوقو دفاع وکړي.»
که څه هم تیرو شلو کالو کې د دې وزارت پر لاسته راوړنو او فعالیتونو نیوکې وې، خو دا یوازینی ادرس و چې افغانې ښځې یې منسجمې کړې وې او له همدې ادرسه یې غږ پورته کولی شو.
د معلوماتو له مخې یاد وزارت په تیر حکومت کې یوازې ښځو سره د تاوتریخوالي سلګونه قضیې ثبت او عدلي او قضايي ارګانونو سره یې پر ګډه تعقیب کړي دي. سلګونه ښځو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو او کلیوالي ښځو ته یې د مرستندویه بهرنیو بنسټونو پرمټ لنډمهالي کاري فرصتونه رامنځته کړي وو.
پخوانۍ ښځینه ديپلوماتانې په کابینه کې ښځو ته ونډه نه ورکول او د ښځو وزارت حذف کول دافغانستان راتلونکې لپاره نه جربانېدونکې پرېکړه بولي.
پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي: «د ښځو چارو وزارت په کابینه کې د نیمایي قشر خپل حضور په کابینه وګوري، متاسفانه اخر یې کړنې د طالبانو له لوري د ښځو محدود کول د تعلیم څخه معنه کول او د ښځو چارو وزارت ورک کول، بل وزارت ته زه فکر کوم چې د طالبانو لخوا ستره جفا ده، طالبانو په عمل کې ثابته کړه چې دوی نه ورته د افغانستاان ښځې مهمې دي،نه د ښځو تعلیم ورته مهم دی، نه غواړي،په ملي پخلاینې سره د هېواد پرمختګ لپاره ورڅخه کار واخلي.»
دغه وزارت چې ۹۰ سلنه چارې یې د ښځو له لوري پر مخ وړل کیدې، د طالبانو له خوا په اعلان شوې کابینه کې ځای نه لري، په داسې حال کې چې، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکول، د ښځو حقونو ته درناوی او زده کړو ته د ښځو لاسرسي ته ژمنتیا، له هغو تعهداتو وو چې د اسلامي امارت مشرانو په دوحې تړون کې امریکايي لوري او نړیوالې ټولنې سره کړي دي.