د ټایمز په نوم یوې مجلې، ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال د نړۍ سلو اغېزناکو کسانو لېست په کې شامل کړی دی.
طالبانو هم د ټایمز مجلې له دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، ملا برادر نرم مزاج انسان او په ورته مهال د یوه پرېکنده دریځ خاوند دی.
ملا برادر د ملا محمد عمر پر مشرۍ د طالبانو تحریک له بنسټ اېښودونکو دی او د فعال سیاسي مشر په نظر ورته کتل کېږي.
هغه له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهیسې په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي مشري کوله.
طالبانو ویلي، ملا برادر د نړۍ له یوه ستر ځواک سره تاریخي هوکړه وکړه او دوی پرې ویاړي.