Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیکا کې د میلمه په نوم خصوصي راډیو خپل فعالیت بند کړ.

admin by admin
2021/09/15

په پکتیکا ولایت کې د میلمه راډیو مسوولین وايي،راډیو یې د ناسم کاري چاپیریال او مالي ستونزو له کبله  تړلې.  

 د یادې راډیو مسوول یعقوب منظور وايي،که د سم کاري چاپیریال او مالي ستونزو د حل ډاډ راکړل شي،بېرته به فعالیت پیل کړو. 

منظور زیاته کړه:« میلمه مدني او رسنیز بنسټ له ۲۰۱۰ کال راهیسې په مدني ، کولتوري او رسنیزو فعالیتونو بوخت و او اوس د د ناسم کاري چاپیریال او مالي ستونزو له کبله وتړل شو.»

منظور وايي،لسو کلونو راهیسې پلازمینه کابل،پکتیکا او یو شمیر نورو ولایتونو کې د ایف ایم پر څپو خپرونې درلودې او په تړل کېدو سره یې ۳۵ کسانو دندې له لاسه ورکړي دي.‎

د میلمه په نوم دغه خصوصي راډیو پر پلازمینې کابل او پکتیکا تر څنګ ۱۳ ولایتونو کې د ایف ایم پر څپو خپرونې درلودې او په تړل کیدو سره ۳۵ کسانو دندې له لاسه ورکړې.

د میلمه راډیو د نشراتو مسوول وايي:« په پلازمینه کابل او پکتیکا سربیره میلمه راډیو ۱۳ ولایتونو کې نشرات درلودل او په تړل کیدو سره یې ۳۵ کسانو دندې له لاسه ورکړې.»

د راډیو  کار کوونکي د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي او وایي، په روان حالت کې به  د کور اړتیاوې له کومه پوره کوي.

د میلمه راډیو یو تن کارکوونکی وايي:«میلمه راډیو د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله خپل لس کلن مزل ته د پای ټکی کیښود او د خپل راتلونکي په اړه له دې کبله اندښمن یم چې خنګه به د کورنۍ مالي اړتیاوې پوره کوم.»

د میلمه راډیو یو تن کارکوونکی وايي:« له یوه کال راهیسې مې میلمه راډیو سره دنده درلوده. اوس یې د مالي ستونزو له کبله نشرات بند کړل او ور سره  زه هم بې دندې شوم.»

پکتیکا کې د دې  د میمله راډیو تر څنګ څلور نورې غږیزې رسنۍ هم فعالیت کوي، چې د مالي ستونزو له کبله د تړل کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist