Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په خواله رسنیو کې د هغو مېرمنو پر ضد مبارزه پیل شوې، چې تورې جامې یې اغوستې وې

admin by admin
2021/09/15

سلګونه افغانو ښځو چې ډېری یې بهر میشتې دي،د هغو تورو جامو یا حجاب په غبرګون کې پر خواله رسنیو مبارزه پیل کړې،چې کابل او کندز کې یو شمېر ښځینه لاریونوالو اغوستې وې.

 دوی وايي،تورې جامې د افغان ښځو دودیزې جامې او حجاب نه دی او په وینا یې د افغانستان ښځې ځانګړې دودیزې جامې او حجاب لري او تور پور کوي،چې دا ډول جامې له بهره تحمیل شوي هغه دي.

دغه راز دوی  پر خواله رسنیو خپل هغه انځورونه خپاره کړي،چې دوی په کې د افغانستان دودیزې جامې اغوست او همدا د افغانانو اصلي جامې او حجاب بولي.

د ښځو حقونو فعاله ماریا توتاخېل وايي:«  تاسو که متحده عرب امارات یا بل هر چېرته لاړې شئ،تاسې به له یو متر څخه زیات څادر ونه ګورئ. خو دلته په افغانستان کې هغه لږ یې دوه نیم متره اټکل شوی دی. نو چېرته چې د هغوی فرهنګ دومره دروند وي او د حجاب یوه برخه وي، نو په هغوی یو نوی شی تحمیل کول به د هغوی په حق کې ظلم واوسي. د افغانستان میرمنو په بېلا بېلو هېوادونو کې خپل فرهنګ ساتلی او ښه  استازولي  یې  کړې ده.»

د ښځو حقونو یوه بله  فعاله سحر ساحل بیا  وايي:«   دا تور لباس د افغانستان خپلې جامې نه دي. دا د چادرې په څیر چې مخکې کلونو کې پر افغان میرمنو تحمیل شوې وې، دا جامې هم تحمیل شوي دي. نه پوهېږم،چې له کوم هېواد څخه وارد شوې  دي،خو له خارجه وارد شوي دي.»

افغان ښځې ادعا کوې،چې تور حجاب په افغانستان کې بیخي نوی دی او د هېواد په هیڅ سیمه کې ښځې دا ډول جامې نه اغوندي.

بل خو بیا دیني عالمان وایي، په اسلام کې د مخ او لاسونو پټول د عورت برخه نه،بلکې د حجاب یوه برخه ده،چې مراعتول او نه مراعتول یې ستونزه نه لري، خو ټینګار کوي که مراعت شي غوره به وي.

دوی وایي، افغانستان د ښځو لپاره ځانګړی حجاب لري،چې هغه بورقه ده او تر پردیو تورو حجابونو مناسبه ده.

مفتي عبدالاحد خاکسار وايي:«په درېیم قسم حجاب کې فقها نرمي کوي او وایي، د هر هېواد کلتور پسې تړلې ده،چې په هره طریقه د هغوی حجاب راځي.لکه زموږ بورقه ده. دا هم زموږ د هېواد کلتور دی او حجاب کیدلی شي،ځکه ټوله ښځه په کې پټه وي. حجاب باید داسې وي،چې ښځو ته تکلیف نه وي.»

دوی دا خبرې وروسته له هغې کوي،چې په څو ورځې وړاندې کابل او ولایتونو کې سلګونه ښځو چې سر تر پښو یې تورې جامې اغوستې وې،د اسلامي امارت پر ملاتړ یې لاریونونه وکړل او هغه ښځې یې وغندلې،چې په ښکاره موخونو ښار ته راوتلې وې او له نوي حکومت نه یې د خپلو حقونو او دندې غوښتنه کوله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist