د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل، امریکا یو لوی هېواد دی او ورته پکار ده، چې زړه هم لوی وساتي.
امیرخان متقي له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې بودیجه په واک کې ورکړي او له افغانستان سره له ظالمانه چلند ډډه وکړي.
متقي زیاته کړې، په دوحه کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ هوکړې له مخې باید د امارت ټول غړي له تور لېسته واېستل شي، بندیزونه ختم شي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
نوموړي ویلي، افغان خاوره به د نورو پر خلاف نه کارول کېږي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنې بندې کړي.