د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، روان وضعیت د خلکو په ژوند او د زدهکړو بهیر اغیزمن کړی او اندېښنه لري، که چیرې پوهنتونونه او ښوونځي پیل نه شي، ډېری ځوانان به مهاجرت ته اړ شي.
د سیاسي چارو شنونکی ثنالله مخلص وايي: «نږدې دوه کاله ښوونیز سکټور د کرونا له کبله وځپل شو. وروسته تر هغې د نوي حکومت په راتګ سره لا هم تر اوسه ښونیز بڼسټوونه تړلي پاتې دي، چې پای به یي ډیر منفي وي، خلک به بې سواده پاتې شي له روحي پلوه به له فشارونو سره مخ شي، د که چیرې پیل شي د جنایتونو مخه به ونیول شي.»
که څه هم خصوصي پوهنتونونه پرانیستل شوي، خو د دولتي پوهنتونونو برخلیک نامعلوم دی او تر اوسه د لوړو زده کړو وزارت کومه پرېکړه نه ده کړې.
د پوهنتون استادان وايي، دې چارې په خصوصي پوهتونونو کې د محصلینو شمیر د پام وړ کم کړی دی.
د پوهنتون استاد جاوید مومند وايي: «کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، د پوهنتونو نصاب له ځنډ سره مخ شو. خصوصي پوهنتونونو ته اجازه ورکړل شوه، خو دولتي پوهنتونه او ښوونځي بند پاتې دي، چې ګڼې ګنګوسې او اندیښنې راولاړې کړي دي، چې په پیل سره یي د ۱۶ اوونیو درس به زده کوونکو ته په څلور اونیو کې ورکړل شي، چې یو ستره اندیښنه ده محصلینوته.»
پر افغانستان د طالبانو له بشپړ حاکمیت پوره یوه میاشت تېريږي، خو لاهم دولتي پوهنتونونه نه دي پيل شوي او ګڼې ادارې شته چې د مراجعینو پرمخ یې دروازې تړلې پاتې دي.