Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي:طالبانو ته د نړیوالو له لوري ايښودل شوي شرایط د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په مانا نه ده

admin by admin
2021/09/15

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو یوه میاشت پوره کېږي،خو تراوسه د نړۍ له لوري په رسمیت نه دي منل شوي او نړیوالې ټولنې طالبانو ته یو لړ شرایط  په مخکې ایښي دي.

بشرحقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی، ټولګډونه حکومت جوړول او په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکول یې مهم ټکي دي،چې د شنونکو په وینا پلي کول به یې طالبانو ته سخت نه وي.

 د سیاسي چارو شنونکی  عمر ساپی وايي:« نړیوال او طالبان یو بل ته تر یو حده نږدې شوي دي دواړو لورو انعطاف کړی دی،چې سره نږدې شي. که چېرې طالبان یو لږ څه د خپلو کړنو لابي وکړي،په نړۍ کې یو څو کړنې چې طالبانو ته به ګرانې نه وي، لکه د ملي بیرغ موجودیت او همدارنګه د  اسلامي امارت پر ځای بل اسلامي نوم کولای شي، دا به د طالبانو د رسمیت پېژندنې برخه کې موثر تمام شي.»

نړیوالې ټولنې د طالبانو له لوري د اسلامي امارت تر قیادت لاندې د حکومت تشکیل سره له وړاندې مخالفت کړی،خو د طالبانو د کابینې په اړه د نړۍ لیدلوری متفاوت و او دا هرڅه په دې له سخت جنجال لامل نه شول،چې د اوس لپاره دا هرڅه لنډمهالي دي.

شنونکي واي،  طالبانو ته د نړۍ شرایط په دې مانا نه شي کېدای،چې دا به د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وي.

شنونکی  عزیز معارج  شنونکی وايي:« د نړۍ شرایط طالبانو ته داسې نه دي،چې هغه د افغانستان په چارو کې مداخله وي. یا د نړیوالو د اوصولو خلاف وي،چې دا کېدای هم نه شي. د بشر حقونو ته درناوی ،ښځو حقونه ، ډیموکراسي او نورو مسایل په پام کې نیول او ګاونډیو سره ښې اړیکې ساتل داسې مسایل چې دا نور هېوادونه هم پلي کوي.»

خو ځينې نور بیا کابل ته د قطر لوړپوړي پلاوي د سفر په تړاو په دې باور دي،چې یاد پلاوی د نړیوالو پيغام سره راغلی و،چې ډېری موارد یې سرتاسري سوله او د افغانانو اساسي حقونو ته ژمنتیا ده،چې په دې برخه کې طالبان روښانه پالیسي لري او  طالبانو تر اوسه په دې برخه کې مثبت تعامل کړی دی.

شنونکی صفت ساپی وايي:«له بهرنیو سره د تعامل په برخه کې نړۍ ناګوزیره ده،چې طالبانو سره د افغانستان د واکمن حقیقت واقیعت په توګه باندې تعامل وکړي،راشه درشه وکړي،طالبان هم ناګریزه دي،چې له  نړۍ سره دغه ډول اړیکې په اوسني وخت کې وپالي.»

طالبانو د اوس لپاره په دولتي ادارو کې د ښځو پر کارونو لنډمهالی بندیز لګولی،تر څو یو چوکاټ برابر شي.

طالبانو ویلي دي،چې د بشرحقونو ته چې د اسلام له اصولو سره تضاد کې نه وي، مني یې، اوس به ولیدل شي،چې طالبان د نړۍ شرایط او نړۍ یې طالبانو ته په بدل کې څه لري،هغه څه دي،چې کېدای شي نږدې راتلونکې کې روښانه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist