د متحدو ایالتونو د دفاعي استخباراتي ادارې ريیس جنرال سکاټ ډي بیریر سه شنبه د «۱۴۰۰ کال د وږي ۲۳مه» د ملي امنیت غونډې ته وویل، اوسنی محتاط اټکل ښايي دا وي، چې القاعده شبکه له یوه تر دوو کلونو پورې د امریکا کورني امنیت ته خطر پېښولی شي.
امریکايي چارواکي وايي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته د القاعده شبکې غړي له اوسه د افغانستان په لور خوځېدلي او ښايي په راتلونکې کې پر ګواښ بدل شي.
خو تر اوسه د دغې ادعا د ثبوت لپاره کوم ښکاره سند نه دی مخکې شوی، یو ګمان دا هم کیږي، چې امریکا په لوی لاس غواړي یو ځل بیا په مختلفو پلمو افغانستان کې ځان ښکېل کړي
طالبانو بیا ژمنه کړې، چې القاعده، داعش او نورو ډلو ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا کوم بل هېواد برید وکړي.