فراه ولایت کې هم د هېواد د نورو ولایتونو په څير د بې روزګارۍ کچه ډېره شوې او ګڼې کورنۍ د لوږې او فقر له سخت حالت سره مخ دي.
ځایي خلک وايي، د لوږي او فقر له سخت حالت سره مخ دي او که چیري دولت ورسره مرستې ونه کړي،ښايي حالت نور هم خراب شي.
د فراه یوه اوسېدونکې وايي:« در په در اولادونه مو خاورې په سر دي. له موږ نور غریبان نشته. زه ځم د خلکو جامي وېنځم، د خلکو چوپړ کوم او یوه مړۍ ډوډۍ راکوي. بیا دلته راځم او له خپلو یتیمانو سره یې خورم او ژوند کوم. پولي تړلي دي، نه ایران او نه هم افغانستان کې کار شته، بس دغسي بي سرپرستي ده.»
دوی کې یو شمیرهغه کورنۍ هم شاملې دي،چې خپل د کورنۍ سرپرستان یې جګړه کې له لاسه ورکړي او د کورنۍ مسؤولیت يې د ښځو پرغاړه دی.
دغه کورنۍ وايې، فقر او لوږي اړې کړي،چې خپلي مېنې پریږدي او فراه ښارته راکډه شي.
دوی وايې،د ورځني ژوند تیرولو لپاره هېڅ نه لري او ډېرسخت حالت سره مخامخ دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي،چې له بې وزله کورنیو سره د مرستو او ځوانانو ته د کار برابرولو په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي،چې طالبان دې د نړۍ له هېوادونو سره خپلي اړیکي پراخې او د هېواد اقتصادي څرخ دي په کار واچوي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل عمادي وايي:« په دي شیانو نه کېږي،باید خپلي اړیکې له نړۍ سره جوړي کړي. هېوادونه باید دوی په رسمیت وپيژني،سوداګریزې اړیکې باید پراخې شي. د هېواد د ساتلو لپاره باید اردو جوړه شي او اردو باید خپلې ملي ګټې وویني.»
د فراه ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست د احصایې او پلان برخې مدیر نعمت الله قاري زاده بیا وايې، هڅې کوي،چې له بي ځایه شویو او بې وزله کورنیو سره د خیریه بنسټونو څخه د مرستو راجلبولو لپاره لاس په کارسي.