په کابل کې د افغان جاپان روغتون مشر زلمی رشتین وايي، د کورونا څلورمې څپې ته اندېښمن دي او په خبره یې هېڅ ډول امکانات نه دي ورکړل شوي.
رشتین وايي، ناروغان لري، خو د امکاناتو د نه شتون له امله ډېری وخت ناروغان نه شي بستر کولای.
هغه له نړیوالې ټولنې غواړي چې سیاست او روغتیا دې جلا وساتي او روغتیا برخه کې دې مرستې وکړي.
رشتين زیاته کړه: «که نړيوال مرسته ونه کړي، نو افغانستان کې به شته کورونا وبا نورو هېوادونو ته انتقال شي، ځکه نړۍ د يوه کلي حيثيت لري.»
هغه وايي، درې مياشې وړاندې يې د درملو زېرمې ډکې کړي، چې اوس مهال لپاره کار کوي، خو د څلورمې څپې په راتګ سره به له ستونزو مخ شي.
د افغانـجاپان زياتره ډاکټرانو او کارکونکو ته نړيوال بانک تنخواوې ورکولې، خو له څه مودې راهېسې يې معاشونه نه دي اخېستي.
د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر وايي:« دلته هره ورځ کم ناروغان راوړل کېږي، دا چې په ولايتونو کې د کورونا وبا زياتره مرکزونه تړل شوي، نو ځکه زياتره ناروغان له ولایتونو څخه راوړل کېږي.»
په اوسط ډول اوسنيو ورځو کې هره ورځ د لسو او شلو ترمنځ ناروغان ياد روغتون ته وروړل کېږي، په داسې حال کې چې وړاندې به د افغان جاپان روغتون کې د ناورغانو لپاره بستر نه پيدا کېده.
یو تن ناروغ وايي: «بايد له روغتونو او ناروغانو سره مرسته وشي، ناروغان درملو ته اړتيا لري.»
افغانستان کې درېیمه څپه پای ته رسېدونکې ګڼل کېږي، خو ګاونډيو هېوادونو کې د کورونا وبا څلورمه څپه د خلکو ژوند اخلي.
کرونا وبا وروستيو سياسي بدلونو کې له خلکو هېره شوې او د ځان ساتنې لپاره خلک روغتيايي تدابير نه مراعت کوي.