لاریوانوال چې ګڼ شمېر ښځې هم په کې ګډون لري، د کندهار ولایت مقام مخې ته راټول شوي او له حکومته غوښتنه کوي، چې دوی دې له خپلو کورونو څخه نه اېستل کېږي.
د کندهار ښار پخوانۍ فرقې اوسېدونکی محمد اسلم وايي:« له تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو نظامي کسان په جوماتونو او لاوډ سپېکرونو کې زموږ د وتلو اعلانونه کوي. دوی وايي، تاسو ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدئ.»
د دوی له ډلې یو شمېر غربت ځپلي دي او وايي، که یې کورونه ترې واخېستل شي،دوی به د سرپنا ځایونه ونه لري.
عبدالعلي،چې د همدې سيمې اوسېدونکی او یوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکي دنده لري، وايي، دلته یې د معلمۍ پر تنخوا سرپناه جوړه کړې او د بل کور د کرايې توان نه لري.
عبدالعلي زیاتوي:« دغه کور مې د معلمۍ پر تنخوا جوړ کړی، یوه میاشت به کړکۍ ورته را اخیستې وه، په بله تنخوا کې به مې د خونې دروازه اخېسته. ما دغه کور په ډېرو ستونزو جوړ کړی. موږ بله سرپناه نه لرو، که مو بله سرپناه لرلی، نو دلته مو د اوسېدو اړتیا نه وه.»
د همدې لاریون پر مهال د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال هم د طالب سرتېرو له لوري وهل شوی او لاریون ته له خبري پوښښ ورکولو څخه منع شوی دی.
کندهار کې خبریالانو طالبانو ته په خطاب کي په ټولنیزو رسنیو کي ویلي، خبریالان مه وهئ، خبریالان د ولس سترګي او د ولس غوږونه دي.
د لاریون پر مهال وهل شوی خبریال بسم الله وطندوست وايي:« لاریون ته د خبري پوښښ لپاره مې سیمه کې له موجوده مسوولینو څخه د کار او مرکې کولو اجازه واخیسته، خو بیا راباندې د لښتو ګزارونه وشول، ووهل شوم او له کار کولو منع شوم .»
د کندهار حکومتي مسوولینو د دغه لاریون په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
که څه هم تر اوسه د دغې سيمې لپاره د وروستي پلان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د تېر حکومت مسوولینو ویلي وو، چې د کندهار ښار د زړې فرقې پر دولتي ځمکه به د یو لوی پارک جوړېدو لپاره پر پلانونو کار کوي، خو لا نهایي شوي نه وو.