د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز څلور لارې،هره ورځ سلګونه کاریګر د کار موندلو په تمه تېروي، خو وايي،تر اونیو هم ورته کار نه پیدا کېږي او کورونو کې د خوړلو لپاره څه نه لري.
دوی وایي، کورونو کې د خوړلو لپاره څه نه لري او له خلکو یې غوښتننه دا ده، چې عشر او ذکات دې ورکړي،څو ژوندي پاتې شي .
د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« کار روزګار نه شته دی. کورونو کې د خوړلو لپاره څه نه لرو، له خلکو مو غوښتنه دا ده ، چې عشر او زکات دې په دغه مستحقو کسانو وویشي،چې هره ورځ دلته د کار موندلو لپاره راځي.»
کاریګر له اسلامي امارت غواړي،چې کاري فرصتونه دې ورته برابر کړي او یا دې هم ورسره د خوراکي او نورو توکو مرستې وکړي .
د پکتیا یو تن اوسېونکی وايي:«له اسلامي امارته غواړو،چې موږ ته دې کار پیدا کړي،یا دې نړیواله ټولنه له موږ سره مرستې وکړي. زموږ غږ تر نړیوالې ټولنې او مرستندویه هیوادونو ورسوئ.»
د ګردیز مرکزي څلور لارې کې پر پکتیا سربیره د یو شمیر نورو ولایتونو کاریګر هم د کار موندلو په موخه ورځ تیروي خو وایي، د کار نه موجودیت له کبله خونو کې د خوړولو لپاره څه نه لري.
د وردګ ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« اقتصادي ستونزې مو بیخي ډېرې دي. کورونو کې اوړه او نور څه نه لرو. زموږ ستونزې ډېرې دي. او کارونه نه شته.»
د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:« کارونه بیخي نه شته دي. کوچني ماشومانو مو ته په انتظار دي. ډیره غریبي مو ده، دری میاشتې وشوې،چې کار مې نه دی کړی.»
ابراهیم د لوګر مرکز کې د یوه ښوونځي زده کوونکی دی او ګردیز ته د کار لپاره راغلی خو وایي، یوه اوونۍ کې یې هېڅ کار نه دی موندلی.
د لوګر اوسېدونکی ابراهیم وايي:« بودیجه نه لرم،پیسې نه لرم،چې زه شخصي زده کړې وکړم. دا څور ورځې کېږي،چې دلته راغلی یم ګردیز ته،خو کار نه شته دی،که پیدا شي ، هم له ۲۰۰ یا ۳۰۰ زیاتې نه ورکوي.»
د کار نه موجودیت تر څنګ د توکو بیو لوړوالی هغه ستونزه ده،چې پکتیا کې ډېری بې وزلې کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د دوو او ان د یوه وخت ډوډۍ هم نه شي برابرولی او دا ډول کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.