دا له ۲۰۱۰ کال راهیسې لومړی ځل دی، چې یو اسراييلي چارواکی په رسمي ډول مصر ته سفر کوي.
د اسراييلو لومړي وزیر نفتالي بینیت له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې خبرې کړي دي.
دغه ناسته چې په شرم الشیخ سیمه کې شوې، د سولې د پروسې په اړه هم پکې خبرې شوي دي.
مصر او اسراييل داسې مهال له یو بل سره د اړیکو پراخیدو خبرې کوي، چې هلته په غزه او لویدیځه تړانګه کې کړکیچونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.
غزې تړانګه کې فلسطنیان له مصر شکایت کوي، چې پر هغوی یې لارې تړلې دي.