قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، تېره ورځ د افغانستان اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبد السلام حنفي او د ګاونډي هېواد ترکمنستان د ولسمشر مرستيال او د بهرنيو چارو وزير رشيد ميريدوف سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي دي.
ډاکتر نعیم لیکلي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې په کومو افغان سوداګرو، چې په ترکمنستان کې د سرحد بندېدو له امله جرمانې راغلي دي، هغه به ورته معاف کېږي.
دغه راز ترکمنستان له افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو د دوام او پراختيا ژمنه هم وکړه.
په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مرستيال مولوي عبد السلام حنفي له ترکمنستان مننه کړې او د ښو دوه اړخيزو اړيکو او اړونده ګډو موضوعاتو په اړه يې د افغانستان لخوا د همکاريو ژمنه او ډاډ ورکړی.