د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین د کانګرس د بهرنیو اړیکو څانګې ته ویلي، هغه څه چې امریکا د پاکستان په ګډون له نورو هېوادونو غواړي دا دي، چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت کوم مشروعیت یا ملاتړ غواړي، د نړیوالې ټولنې هغه غوښتنې دې پر ځای شي کومې چې له طالبانو کېږي.
انټوني بلینکن ویلي، له پاکستان یې غوښتي، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني، هغوی ته دې مشروعیت نه ورکوي.
بلینکن ویلي، د نړیوالو غوښتنې دا دي، چې طالبان دې هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستانه بهر ووځي، د میرمنو، نجونو او اقلیتونو د حقونو درناوی دې وکړي او پر هغې ژمنې دې عمل وکړي، چې افغانستان یو ځل بیا د داسې ترهګرو په خوندي ځای بدل نشي، چې پر بهرنیو هیوادونو برید وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي، ټولو هغو کسانو ته د سفر کولو اجازه ورکوي، چې قانوني اسناد ولري، د اسلام او افغاني ارزښتونو په رڼا کې ښځو ته درناوی لري او چا ته اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.