طالبانو د بشر حقونو سازمان هغه راپور په کلکه رد کړ، چې وایي د اسلامي امارت مجاهدینو د بشر ضد جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، یاد سازمان باید د دښمن د غلطو مالوماتو ښکار نشي او پر اساس یې دا ډول ناسم راپور برابر نه کړي.
ذبیح الله مجاهد لیکلي، د بشر حقونو سازمان باید سیمې له نږدې وګوري اوحقائق ځان ته مالوم کړي.