رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی،چې یوه ډله پيلوټان،چې له څه باندې یوې میاشتې راهېسې ازبکستان کې میشت شوي ول، پرون متحده عرب اماراتو ته روان شول.

د یاد اژانس په خبره، د پيلوټانو دغه بهیر د یکشنبې پرر ورځ پیل شوی او ښايي څو ورځې نور به هم دوام وکړي.

دغو افغان پیلوټانو له افغانستان نه د تلو پر مهال ځانونو سره ۴۶ الوتکې هم وړي او تر اوسه په ازبکستان کې ولاړې دي.

د اګست د میاشتې په ۱۵ مې نیټې کابل ته د طالبانو له راتګه یوازې،څو ساعته وروسته د افغانستان د نظامي پرسونل ۵۸۵ غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای په ۲۲ نظامي الوتکو او ۲۴ هیلو کوپترو کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر نه ازبکستان ته ولاړل.

تر اوسه مالومه نده،چې له ازبکستانه متحده عرب اماراتو ته تللي افغان پیلوټان به کوم هېواد یا هېوادونو ته یوړل شي،خو امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د شنبې په ورځ ویلي ول،چې ښایي دا افغان پیلوټان لومړی قطر او له هغه ځایه یو درېیم هیواد ته ولېږدول شي.