د افغانستان صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، صادرات یې زیات شوي، خو په خبره یې واردات یې له دې کبله کم شوي دي،چې پیسې یې په بانکونو کې بندې پاتې دي.
دوی وايي، دا مهال د افغان سوداګرو په زرګونو بار لارۍ په کراچۍ بندر کې ولاړې دي او افغانستان ته د راتګ اجازه نه لري.
بل پلو سوداګر وایي، د بندو ولاړو موټرو ستونزه به هغه مهال حل شي،چې د بانکونو له لارې ورته پیسې واستول شي.
دوی شکایت کوي،چې له هغه ورځې چې طالبان راغلي، په افغانستان کې د پېسو لېږد پر ټپه ولاړ دی او دغې چارې دوی ته سرخوږی جوړ کړی دی.