د صنعت او معادن خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي:« ولې دې زما پیسې کنګل کړې،په کوم جرم؟ د افغان پر جرم، د صنعت پر جرم،چې زه په دې هېواد کې صنعت کوم او خپل هېواد پر پښو دروم.
موږ پر نړیوالې ټولنې باندې غږ کوو،چې زموږ په زخمونو دې نورې مالګې نه پاشي.»
د بانکونو ټولنې عامل رئیس نجیب الله امیري وايي« په اوسنیو حالاتو کې چې بانکي خدمات محدود شوي دي،د شتمنیو کنګل پاتې کېدل، به پر بانکونو فشار لا زیات کړي او د دې پیسو خوشې کېدل به د دې لامل شي،چې بانکي خدمات وغوړېږي او د بانکونو ستونزې به تر ډېره حل شي.»
سوداګر وایي، حل لاره دا نه ده،چې امریکا او ملاتړي یې پر افغانانو اقتصادي تروریزم تحمیل کړي، لاسونه یې وتړي، پیسې یې کنګل کړي، بلکې باید اصولي او قانوني چلن وکړي او ښې متقابلې اړیکې ولري.
دوی دا خبرې داسې مهال کوي، چې افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم امریکا او نړیوال بانک د افغانستان ملیونونه شتمني کنګل اعلان کړه،چې ورسره په افغانستان کې ستونزې هم زیاتې شوې.