Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د مدني فعالې او خیریه بنسټ مشرې ډاکټرې فهیمې  کور ته طالبان ورغلي

admin by admin
2021/09/12

ډاکټره فهیمه رحمتي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هیله خیریه بنسټ له لارې د کندهار له سلګونو کورنیو سره مرستې کړي دي وايي، پرون شپه یې کور ته ورغلي او دوی یې وهلي ډبولي دي.

 رحمتي وايي،  طالبانو د دې دوه ورونه، اوښی او د خور لېور له ځان سره بېولي دي.

رحمتي زیاتوي:«زما ورونه لا تر اوسه نادرکه دي. هیله لرم امارات مو  غږ واوري. زما دوه ورونه زما اوښی، د خور لیور ورک دي، چېرې او له چا سره دي؟»

هغې له  پېښې وروسته له خپل فېسبوک څخه هم په ژوندۍ بڼه را څرګنده شوه، په چیغو چیغو یې ژړل او ویې ویل، طالبانو د دې د ورور د بېولو هڅه کوله خو دې او د کورنۍ نورو غړو یې مخنیوی کړی دی.

رحمتي وايي طالبانو د دې په ګډون د دې د کورنۍ ښځینه غړي او ماشومان وهلي او له دوی یې ټلیفونونه اخېستي دي.

رحمتي  زیاتوي:« ولې وحشت خپروئ؟ ایا حکومت داسې کېږي؟ ولې مو له هېواده  تېښتې ته اړوئ. ایا د اسلام دین د داسې کړنو اجازه ورکوي؟ ما ته د درېیو هېوادونو له خوا د کډوالۍ بلنه راغله،خو ومې نه منله، ما ویل چې هېواد ما ته اړتیا لري.»

ډاکتره فیمه  زیاتوي، طالبان په داسې حال کې په نیمه شپه د دې کور ته ور اوړي،چې نه د دولت کارکوونکې ده او نه یې په کور کې وسله لرله، بلکې د یوه خیریه بنسټ د مسوولې په توګه یې تل د طالبانو د کورنیو په ګډون د بې وزلو وګړو لاسنیوی کړی دی.

اخوا د  کندهار د والي مطبوعاتي استازی محمود عزام وایي،د کندهار والي محمد یوسف وفا او نور امنیتي مسوولینو د یادې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي او تر بشپړېدو وروسته به په دې اړه ټول مالومات له رسنیو سره شریک شي.

عزام زیاته کړه:«د فهیمې رحتمي پر کور چاپه وهل خپلسري وه، دا د اسلامي امارت له تګلارې سره په ټکر کې ده، عاملین به یې په سزا رسول کېږي.»

ډاکټره فهیمه رحمتي، چې د یوه خیریه بنسټ مشره ده،د کندهار د وروستیو جګړو پر مهال یې نه یوازې،سلګونو بې ځایه شویو کورنیو ته مرستې راټولې کړې،بلکې د سلګونو ناروغانو وړیا درملنه یې هم  وکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist