په پلازمېنه کابل کې د یو شمېر کارخونو مسوولین وايي،وروستي تحول یې کار اغیزمن کړی، تولید یې کم شوی او لسګونه کارکوونکي یې رخصت کړي دي.
د پلچرخي صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیک تولید د یوې کارخونې مسوول نور اغا صدیقي وايي، تېر حکومت کې ورسره ۹۰ کسانو کار کاوه، لسګونه ټنه پلاستيک به يې توليد کوه،خو اوس ورسره ۱۳ تنه کار کوي او تولید یې هم کم شوی دی.
صدیقي زیاته کړه:« طالبان منظمه ستراتېژي نه لري،چې د صنعت د پرمختګ لامل شي. خلکو تر اوسه پورې پر اوسني حکومت باور نه دی پیدا کړی.»
د کارخونې یو تن کارکوونکی وايي:« موږ به دې ته ډېرخوشاله کېدو،چې خپل هېواد کې مو تولېد درلود. بهرنیو هېوادونو ته به اړ نه وو. ارامه ژوند به مو کاوه. ګارېګرو ته به هم د کار زمینه برابره وه او پیسې به یې ترلاسه کولې. خو اوس هېڅ شی هم نه شته دی. ټول پلاستیکونه،چې تولېد شوي دي،تاسو یې ګورئ،چې پراته دي او نه دې پلورل شوي.»
د کارخونې یو تن کارکوونکی وايي:« اوس د کار وضیعت ښه نه دی. کار نه شته دی. د کارخونې کار ډېر کم شوی دی.»
د افغانستان صنعت کارانو د ټولنې مرستيال نجيب الله صديقي هم د کارخونو د توليد کمښت او ستونزې مني،خو ډاډ ورکوي،چې په هر ډول حالاتو کې به د وطني توليداتو له پاره سرمايه ګزاري کوي.
صدیقي زیاتوي:« خوشبختانه، صنعت کاران پر خپله خاوره مین دي. خپل هېواد کې یې پانګونه کړي.موږ خپله پانګه له افغانستانه نه وباسو.»
د يادې ټولنې د مالوماتو له مخې،په افغانستان کې تر ۳۳۰۰ کارخونو کار کوي،چې څه باندې ۴۰۰ زره کسان په کې پر کار بوخت ول، خو اندېښنه لري،چې د ګڼو کارخونو کارونه پر ټپه دريدلي او له امله یې زرګونه کسان بې کاره شوي دي.