په سوېلي هلمند ولایت کې نامتو محلي سندرغاړي حبیب الله شباب د طالبانو له راتګ سره سم له خپل هنره لاس پر سر شوی او د سندرو ویلو پرځای یې اوس ځان ته ی یوه وړه هټۍ پرانېستې، ترڅو خپلې د ژوند اړتیاوې پرې پوره کړي.
شباب وایي، چا ورته څه نه دي ویلي،خو پوهیږي،چې طالبان اجازه نه ورکوي، ځکه هغوی په مخکینۍ دوره کې هم چا ته د سندرو ویلو اجازه نه ورکوله.
شباب زیاته کړه:« کله چې د اسلامي امارت حکومت منځته راغی، ماته هېچ چا هم نه دې ویلي، چې سندرې ووایم او که نه. ما له خپل ځان سره فکر وکړ،چې زه باید نورې سندرې ونه وایم،ځکه هنرمندانو د طالبانو په تېره دوره کې هم سندرې نه شوی ویلی او موسیقۍ ته اجازه وه. نو له همدې امله مې سندرې ویل پرېښودل.»
حبیب الله شباب په خپله ۱۶ کلنه هنري دوره کې بېلابېلي سندري ویلي،چې تر ډېره یې سندرو کې حماسي او طنۍ مینه وه.
شباب زیاتوي:« شااوخوا ۱۶ کاله کېږي،چې سندرې وایم. د نظام بدلون،چې جمهوریت په امارت تبدیل کېږي. زه فکر نه کوم، چې سندرو ویلو یا موسیقۍ ته اجازه ورکړي. زه د طالبانو تېره واکمنۍ کې په سنګین کې وم،موسقي مطلق نه وله. له خپل ځان سره مې فکر وکړ ترڅو پورې به سندرې وایو،په دې خاطر مې وغوښتل، چې ترانو او نعتونو ویلو ته مخه کړم.»