د امریکامتحده ایالتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له افغانستانه د جو بایډن دا پریکړه ډیره ناڅاپي او عجولانه وه.
هغه د سپټمبر د نهمې نیټې د یادغونډې پر مهال رسنیو ته وویل، بایډن امریکا ته میلیاردونه ډالره زیان اړولی دی.
ټرمپ زیاته کړه،چې امریکا د افغانستان لپاره د میلیونونو ډالرو په ارزښت وسله اخیستې وه، چې بایډن په افغانستان کې پریښوده.
ډونالډ ټرمپ په دغې پرېکړې سره جو بایډن پخپلو پریکړو کې ناکام وباله.
ټرمپ داسې مهال پر بایډن نیوکې کوي،چې هغه خپله هم د واکمنۍ پر مهال له افغانستانه د ځواکونو پر وېستلو ټینګار درلود.
له بل لوري د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن یو وار بیا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د اېستلو دفاع کړې ده.
بایډن ویلي، دا سخته ده،چې ټولو ته له افغانستانه د وتلو د پریکړې په اړه وضاحت ور کړل شي،خو په خبره یې هغه څه چې خلک یې خوشحاله نه کړل، ناڅاپي وتل و.