د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي،دا مهال د بودېجې په برابرولو او د تخنیکي ستونزو پرحل کار روان دی او په خبره یې د ستونزو تر حل وروسته به په یوه اوونۍ کې ټول دولتي پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي.
دوی وایي، هغه مضمونونه چې پخواني وي او له اوسني عصر سره سمون نه خور، هغه به لرې او پر ځای به یې نور مضامین رامنځته کړي،چې د وخت اړتیا وي.
حقاني وايي:« له دولتي پوهنتونونو سره ناستې روانې دي او هغه ستونزې ، د بیلګې په ډول،بودیجه برابرول او یا نور مسایل چې دا تیاری وشي، نو بیا به د پوهنتونونو د شروع نېټه اعلان شي .هغه به بیا ان شاءالله له اوونۍ زیات وخت ونه نیسي بلکې په کمه موده کې به اعلان شي.»
هغه وایي، د استادانو برخه کې کمی نه شته او که اړتیا پیدا کېږي،هغه افغان استادان به راوغواړي او زمینه به ورته برابره کړي،چې بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي.
حقاني زیاتوي:« هغه علمي کادرونه،چې موږ یې په بهر کې لرو او افغانان د، هغوی ښې تجربې لري. د هغوی له تجربو څخه به د افغانستان په ابادولو کې استفاده وشي. دلته به ورته زمینه برابره شي،چې هغوی به راشي او د خپل هېواد په ابادۍ کې به مؤثر رول ولوبوي.»
سرپرست وزیر وویل د کمیت پر ځای به کیفیت ته ترجیح ورکړي او د اسلامي ثقافت مضمون کرېډټ به زیات کړ، چې په وینا یې تیر حکومت کې ورته چندان پاملرنه نه ده شوې.