د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی،چې افغانستان کې سخته لوږه مخ په زیاتیدو ده او کورنیو د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره په سختو کارونو لاس پورې کړی دی.
د یاد پروګرام د سیمه ایز مسوول مرستیاله انتیا ویب وايې، ډیرې کورنۍ له سختې ناچارۍ سره مخامخ دي اود ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت حالات زغمي.
د ویب په وینا، له هرو څلورو افغان کورنیود درېیو هغو لویان یو وخت خواړه نه خوري او د بل وخت لپاره یې سپما کوي.
په ورته وخت کې هغه وايي، پرر خوارځواکۍ اخته د ۲ میلیونو افغان ماشومانو په ګډون،چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خاصې تغذیې ته اړتیا لري،۱۴ میلیون کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
له دې سره ویب زیاتوي،د نړیوالې ټولنې په مرستې سره به ډبلیو اف پي وکولی شي،چې خوراکي توکي وپېري او مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي، سراتېژیکو سېمو ته یې ولېږدوي.