د افغان سرې میاشتې ټولنې سرپرست مشر مولوي سید صفت الله قریشي وايي، د لوګر ولایت په دوو والسوالیو کې یې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت له ۴۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي او ډاډ ورکوي.
قریشي وايي،د مرستو ترلاسه کولو لپاره ګڼو بنسټونو سره اړیکه کې دي او دمرستو بهیر به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
قریشي زیاتوي:« دا مرستې د کویټ هېواد د مرستوپر دوام دي،چې له سیلاب ځپلو سره مرستې شوي،چې اووه قلمه مواد په کې شامل دي. موږ ترې مننه کوو او هېله کوو،چې دوی مرستو ته دوام ورکړي. زموږ اړتیاوې ډېرې دي. افغانستاان یو وچکالۍ ځپلی هېواد دی،تر دې چې حوادث پیښیږي نورې اړتیاوې هم زیاتې دي دا د کویټ هېواد مرستې دي،چې ۴۰۰ کورنیو سره په لوګر ولایت کې شوي دي، ۲۰۰ په څرخ او ۲۰۰ په ارزې والسوالۍ او همدا ډول ۴۰۰ پکتیا ولایت کې دي.»
قریشي وايي، له نړیوالو ډونرانو یې غوښتي،چې له دوی سره مرسته وکړي او د بې وزلۍ کچه راکمه کړي.
اخوا اړمنو کورنیو بیا د دې مرستو هرکلی کړی او وايي،تر یوه حده به یې ستونزې حل شي.
د لوګر اوسېدونکی وايي:« مرسته شوې توکي ښه دي، د اسلامی امارت د سرې میاشتې ټولنې ته دې خدای خیر ورکړي،چې خوراکي توکي یې توضیح کړل.»
له دې سره اسلامي امارت وایې، په تیرو څو ورځو کې له متحده عرب امارتو،قطر، بحرین او نورو هېوادونو له لوري د خوراکي توکو او طبي مرستو بار وړونکې الوتکې راغلي،چې دغه مرستې به د اړوندو ادارو له لوري اړمنو کسانو ته ورسول شي.