د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وایي، له کابل نړیوالو هوايي ډګر مو خپل ۴۵ اتباع او د هغوی کورنۍ اېستلي
یاد وزارت وايي، دغه کسان یې د قطر د هوایي شرکت په دویمه چارټر الوتنه کې د کابل له نړیوال هوایي ډګره وباسلي دي.
د وزارت په خبره، دوی اوس په دې کار کوي،چې د جرمني نور وګړي هم له افغانستانه وباسي.
د تېرې میاشتې په پای کې د کابل له هوایي ډګره د خلکو د اېستلو لپاره د امریکا او متحدانو د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، د جرمني او امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځ هېوادونه هڅه کوي ،ې خپل وګړي او له ګواښ سره مخ افغانان له افغانستانه وباسي.