Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار کې د فوټبال سیالۍ پيل شوې 

admin by admin
2021/09/11

 د  ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د  جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د وږي پر ۲۰ مه» له امریکايي اشغاله د خلاصون، ازادۍ ګټلو او سولې تر عنوان لاندې د فوټبال سیالۍ  پیل شوې.

یادې سیالۍ،چې مالي لګښت یې د ننګرهار والي شیخ ندا محمد ندیم پر غاړه اخیسی، په شېرزي لوبغالي کې تر سره کېږي،چې څو ورځې به دوام وکړي.

د فوټبال فیدراسیون غړی ایمل ساپی وایي، فوټبال ډېر پرمختګ کړی او د اسلامي امارت په راتلو سره به یاده لړۍ لا نوره هم وده وکړي. 

ساپي فوټبال سیالیو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه، تر څو لوبغاړي یې ملي لوبډلې ته لار ومومي.

ساپی زیاتوي:«زموږ ورزش فوټ بال ډېر پرمختګ کړی او اوس هم په پرمختګ کې روان دی. د امارت په دولت کې به زموږ لوبغاړي ډېر وځلېږي. زموږ له  محترم والي صیب نه دا غوښتنه ده،چې د ننګرهار لوبغالواو د فوټبال فیدراسیون ته دې نظم او دیسپلین منځته راوړي. له  موږ سره دې مالي مرسته وکړي،چې  وکولای شو ملي ټیم ته لاره پېدا کړو.»

ننګرهار کې د فوټبال روزوونکي خوښ دي،چې په ډاډمنه فضاء کې سیالۍ ترسره کوي او ډاډ یې وښود، چې د ورزش له لارې به له بدو لارو نه د ځوانانو د راګرځولو لپاره هڅې وکړي.

د فوټبال یو تن روزونکي وايي:« خوشحاله یو، د امیت لخوا او د فوټبالرانو له خوا اوس ازادانه هر څوک کولای شي،چې راشي او  سیالۍ  وکړي. مشکل نه لرو،لکه څنګه چې مو پخوا کوښښ کاوه، اوس به هڅه وکړو،چې له هغې لا پر لوړه کچه لوبو ته دوام ورکړو.»

د فوټبال یو تن روزونکی وايي:«  بالکل چیرته چې امنیت وي،هلته هر کار کېږي، امنیت خوشبختان سل سلنه شتون لري، په ټول افغانستان کې نه ډزې شته،نه غلا شته،نه چور او چپاول شته. که زموږ فوټبال ته پاملرنه وشي،موږ میادانونه لرو،خو مشکل مو دا وو،چې وړاندې دلته د فوټبال په فیدراسیون کې دکتاتوران ناست ول.»

لوبغاړي له ځايي مسوولینو خوښ دي، چې له راتګ سره سم یې دوی سره ناستې وکړې او د سیالیو ښه زمینه یې ورته برابره کړه.

د فوټبال یوتن لوبغاړی وايي:« داچې نظام بدل شوی دی، دغه سیالۍ  د اسلامي امارت له لورې پر لاره اچول شوي دي. موږ به خپل ورزش ته ادامه ورکړو،چې په هر صورت وي که دا نظام وي او که بل وي که زموږ ورزش سره څوک کار ونه لري، موږ به خپل ورزش ته ادامه ورکړو.»

د فوټبال یو تن لوبغاړی وايي:« د امارت دغه یو کار یې ډېر ښه فکر وه،چې څنګه ننګرهار ته راغلل له لوبغاړو سره یې ناستې وکړې او دا ټورنمینټ یې جوړ کړو چې د ننګرهرا ورزش او فوټبال بېرته پرمختګ وکړي.»

له دې  وړاندې هم په ننګرهار کې د فوټبال زیاتې سیالۍ تر سره شوي،خو لوبغاړو او سیلانیانو به د امنیتي پيښو له وېرې زړه نه ښه کاوه،چې سیالیو کې برخه واخلي او یا یې ننداره وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist