اسراييلي چارواکي وايي، دغه بریدونه یې د حماس ډلې له لوري د توغندیو توغولو په ځواب کې کړي دي.
د دغو هوايي بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په تړاو تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.
اخوا د اسراييلي پوځ ویاند تر اوسه د حماس ډلې له لوري د توغول شویو توغندیو له امله هم چاته د زیان اوښتلو په اړه څه نه دي ویلي.
له مې میاشتې راپدیخوا په غزه کې د ماشومانو په ګډون له ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.
په غزې تړانګه کې له اسراييلو سره پر پوله اوس هم شخړې دوام لري.