د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا کورنی امنیت وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د دغه وزارت د اسنادو ارزونه ښيي، چې امریکا ته له اګسټ میاشتې راهیسې د شپېته زره لېږدول شوېو افغانانو له ډلې ۴۴ تنه یې خطرناک بلل شوي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، ۱۳ افغانان د ارزونې او نورو څېړنو د پړاوونو تر بشپړېدو د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې او د ترهګرۍ ضد ډلو د پوښتنو د ځواب لپاره د امریکا د ګمرک او سرحدي خوندیتوب په توقیف کې دي.
۱۵ تنه نور افغانان د امریکا د کډوالو او ګمرک ادارې له خوا تر تسلیمولو وروسته په اروپا یا هم منځني ختیځ کې د ټرانزیټ محلونو ته ستانه کړای شوي، یا هم په ځینو مواردو کې تر یو لړ ارزونو وروسته خوشې کړای شوي دي.
په همدې لړ کې ۱۶ تنه نور افغان وګړي د امریکا د کورني امنیت وزارت په فهرستونو کې شامل دي، چې لا امریکا ته د سفر یا هم له امریکا بهر د ټرانزیټ په ځایونو کې د استوګنې اجازه نه لري.