راپورونه وايي، په دغه پېښه کې کې ګڼ شمیر کورونه له غره لاندې شوي دي، خو ډېره مرګ ژوبله نه لري.
ویل کیږي، چې د دغې پیښې له امله یو تن مړ دی او ښايي یو شمېر نور تر خاورو لاندې شوي دي.
د مکسیکو ښار د ژغورنې ډلې چارواکي وايي، سیمې ته یې ټیمونه رسېدلي او پلټنې دوام لري.
هلته د ملکي دفاع ادارو بیا راپور ورکړی، چې شاوخوا لس کسان د دغې غره ښوېدنې له امله نادرکه شوي دي.
چارواکي وايي، دغه غر له څو ورځني شدید ورښت او ۷ درجې زلزلې وروسته ښووېدلی دی.